IQNA

د قطر  د نړیوال جام د کوربه سټیډیم په پرانیستونکو دستورو کې د قطر یوه ماشوم قاري په زړه پورې اجرا

11:50 - November 20, 2022
د خبر لمبر: 3486479
ایکنا-(تهران) د قطر د ۲۰۲۲نړیوال جام د یوه سټیديم  افتتاحي دستورې ددغه هیواد دیوه ماشوم قاري  په وسیله د قرآن کریم د پروګرام په اجرا سره چې په سمبولیک ډول  د قطر د قرآني مکتبونو یوه بیلګه یادوي، پيل شوې.

ایکناخبری آژانس راپور راکړ، قطر د یوه اسلامی هیواد او په لویدیځي آسیا کې د نړیوال جام د لومړني کوربه په توګه ددغو سیالیو دترسره کولو لپاره ډيرې زیاتې پانګونې کړي دي.

په دغو پانګونو کې یوه پانګه،ددغه هیواد دکلتور  د دودولو او معرفي کولو لپاره هڅه او ددې ترڅنګ ددغو سیالیو ګډون کونکو او نندارچیانو ته د اسلام د پاک دین معرفي کول دي.

 ددغو سیایو د ترسره کونې د مسئولانو یو اقدام  د یوه قرآنی پروګرام د په اجرا سره ددغو سیالیو د یوه کوربه سټيډيم  افتتاح ده چې په ټولنیزو چینلونو کې ئې ځپرې شوي ویډیو ته ډير زیات پام شوی دی.

په دغه پروګرام کې د قطر  د ماشومو قاریانو یوه ډله،د یوه بوډا استاد په محضر کې چې شیخ نومیږي، د یوه مکتب  په رودې سره د قرآن په یادونې بوخته ده او  یو قرآني استاد د ؛الرّحمن ؛ سورې  د ځينو آیتونو په تلاؤت سره د شیخ په وړاندې خپل درس وړاندې کوي.

د قطر د اوقافو او اسلامی چارو له وزارت سره اړونده د عبدالله بن زاید آل محمود اسلامی فرهنګي مرکز  هم له دې مخکې، په څو ژبو ژباړل شوي دیني موادو له لارې د ۲۰۲۲ نړیوال جام  ګډون کونکو اوپلویانو ته داسلام د معرفي کولو په موخې سره یو پلان پیل کړی دی.

ټاکل شوې ده،د قطر۲۰۲۲نړیوال جام پرانیستونکي دستورې مازدیګر دوه بجې  او د قطر او اکواډور ترمنیځ د اې ګورپ له افتتاحیه سیالیو مخکې ترسره شي.

https://iqna.ir/fa/news/4100711

captcha